افغان کنکشنز یا (افغان تړاو)
دافغان کنکشنز موخه افغانستان د نورې نړی سره تړل دي ټول په دې پوهیږو چې دسیالی زمانه ده، یوازې په ښه او غوره خدمت او دښې او لوړې سلا په ورکولو او لرلو سره مونږ کولی شو چې دنورې نړی سره دسیالې جوګه شو. نو ځکه افغان کنکشنز وپتیله چې خپلو هیوادوالو ته دلا ښه او مسلکي خدمت په برابرولو سره دهغوي هیلو ته خورا په زړه پورې ځواب وویلی شي. افغان کنکشنز به وکولی شي چې په ډیره هوښیاری ټولو دولتي،ځانګړې او نورو سکتورونه چې د نړی په هره برخه کې ورته اړتیا وي دلا ښه خدمت زمینه برابره کړي موږ د پیاوړو او مسلکي کسانو په درلودلو سره افغانستان د ټولې نړی سره تړو او په هره برخه کې به دخدمت تر ټولو ښه وسیله وګرز همدارنګه موږ د مختلفو ژبو دزده کړې مسلکي ښونکې په لاس کې لرو او ډیر زر به د پښتو، دري، فارسي، ازبکي، ترکمني، بلوچي، اوردو، چینایی، روسي، اینګیسي، او داسې نورو ژبو د زده کړې داسې زمینې برابرې کړو چې د ژبو زده کونکو ته به کله هم نه وي برابرې شوي. او د پورته یادو شوو ژبواو نورو ژبو ترجمه او ترجمانان په هیواد کې دننه او د هیواد نه باندې څوک وغواړي موږ یې وړاندې کولی شو ددې په خوا کې کلتوري او فرهنګي ښونه کوو چې افغانان دنړی بیلابیلو کلتورنو نه خبر کړو او نړیوال د افغاني کلتوره خبر کړو موږ هرډول درسي او نور مواد چې دنړی په مختلفو هیوادونو کې هم افغانان او هم نړیوال ورته اړتیا لري په لاس کې لرو، لکه دپښتو او دري د ژبې داسې کتابونه چې دهیواد څخه دباندې ماشومان وکولی شي چې په خپله مورنی ژبه لیکل او لوستل وکولی شي، دلویانو لپاره په هیواد کې دننه او هیواد څخه د باندې د زده کړې مواد، لکه، قاموسونه، دکورس کتابونه، دهیواد او د نړی دکلتور په برخه کې کتابونه،نقشې، اوډیو سي ډی، او ډي وي ډی، او نور مواد. ددې تر څنګ به موږ خیریه ټولنه هم ولرو او په دې وسیله به دخپل هیواد او خلکو لپاره دخدمت ښې لارې پیدا کړو او خپل هیواد به په ښه ډول د نړی سره دیو پول په شان وتړو. په نږدې راتلونکې کې به هیوادوالو ته لا ښه خدمت لارې او وسیلې پیدا کړو چې زمونږ هیوادوال دهیڅ راز کمي احساس وه نه کړي
کورسونه
موږ یوه داسې بشپړه لاره وړاندې کوو چې په پوره توګه دژبې ده زده کړو لومړني او پرمختللي ماډیولنه لري،
په نورو پروګرلمونوکې دغه ټکي شامل دي: په کاروبار باندې دکلتور اغیزې ، دټولنیزو مالوماتو ډولونه او تریکې چې په یوه څانګړې قمي سیمه کې رامنځ ته کیږي او نور.
سلاکاري
کارنده توب او مسلکي توب زمونږ د چارو بنسټ جوړوي. ددغو لوړو ژمنو د پوره کولو لپاره موږ خوښ یو او ددې کار جوګه یو چې د خورا روزل شویو سلاکارانو او د کورنیو ماهرانو یوه ډله ستاسوپه واک کې درکړو، لکه. ځایی ناستي وزیران، سیاستوال، اقتصادپوهان، اینجینران او ژورنالیستان. زمونږ د ماهرانو په ډله کې افغانان او د ټولې نړۍ کسان برخوال دي، کوم چې د هر ډول ستونزو په هکله په ډاډ سلا ورکولی شي. که یو مشتري تر پولې پورې خوا د کاروبار یا د راکړې نور ولولې
له مونږ سره اړیکي
میډل سیکس هاوس
ایجویر(HA8 7UU)
لندن (UK)
تلیفون: ۰۰۴۴۲۰۸۹۵۱۰۲۹۴
فکس: ۰۰۴۴۲۰۸۹۵۱۰۲۹۴
ایمیل ادرس:
info@afghanconnections.com
